د بابري جومات مځکه هندوانو ته ورکړل شوه
په هندوستان کې ۳۷ تنه چې د ټولنیزې مډیا له لارې د بابري جومات په اړه پارونکې څرګندونې وکړې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د ویلو ده چې په هندوستان کې د محکمې لخوا د بابري جومات مځکه هندوانو ته د ورکولو په اړه د پریکړې نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې د مسلمانانو پر خلاف او پارونکو پیغامونو خپرونکي د پولیسو لخوا ونیول شول.
د هندوستان د اوتارپردیش ایالت پولیسو چیرته چې ډیری مسلمانان اوسیږي او بابري جومات شتون درلود ویلي دي چې د محکمې لخوا د بابري جومات د مځکې په اړه د پریکړې کولو نه وروسته یو زیات شمیر کسانو د ټولنیزې مډیا له لارې په پارونکو پيغامونو خپرولو پیل وکړ چې دې مسئلې د سیمې مسلمانان ډیر خواشیني کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې هغه ۳۷ تنه چې په یاد شوي ایالت کې د سولې او ورورولۍ فضا د لمنځه وړو هڅه کوله نیول شوي دي.
د ویلو ده چې د هندوستان سترې محکمې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځه د بابري جومات د مځکې په دعوا کې د هندوانو په ګته پریکړه وکړه.
د هندوستان سترې محکمې د بابري جومات مځکه هندوانو ته ورکړه. د هندوستان محکمې ویلي دي چې دا مځکه به د معبد جوړونکو هیئت ته وسپارل شي او په بدل کې به يي مسلمانانو ته د جومات د جوړولو په خاطر ۵۰۰۰ متر مربع مځکه ورکړل شي.
په هندوستان کې راډیکال هندوان ادعا کوي چې مسلمانانو په ۱۶ مه پیړۍ کې د هندو پاچا راما په نامه جوړ شوی معبد وران کړ او پر ځای يي بابري جومات جوړ کړ.
د ویلو ده چې دا ادعا د لومړي ځل لپاره په ۱۸۵۳ میلادي کال کې شوې وه. په هغه وخت کې راډیکال هندوانو ادعا کړې وه چې د بابري جومات د هندو پاچا راما په نامه د جوړ شوي معبد د ورانولو نه وروسته د معبد په ځای کې جوړ شوی وو. هغوې دا مسئله محکمې ته انتقال کړې وه چې د انګلستان تر کنټرول لاندې د محکمې لخوا رد شوې وه.
د ویلو ده چې په هندوستان کې راډیکال هندوستان د بابري امپراتورۍ په دوره کې جوړ شوی بابري جومات په ۱۹۹۲ میلادي کال کې شهید کړ.
د هندوانو لخوا د بابري جومات د شهیدولو نه وروسته مسلمانانو پاڅون وکړ چې پدې پیښو کې نږدې ۲ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ.