په تایوان کې د پل د نړېدو په پایله کې ګن شمیر کسانو ټپیان شوي دي
د تایوان د یلان په سیمه کې د نانفانګاو په توریستیکي سیمه کې د یو پل د نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان او پنځه تنه نور لا درکه شوي دي.
1279744
د تایوان مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې د نانفانګاو پل چې ۱۴۰ متره اوږدوالی درلود او یوه برخه کې نړېوالې وه په سر يي د تیلو یو تانکر د تیریدو په پایله کې ونړید. پل په سمندر کې د حرکت په حال د یوې کښتۍ د پاسه غورځیدلی دی.
د یلان د سیمې د ژغورنې ډلو ویلي دي چې پدې پيښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي خو پنځه تنه نور لا درکه شوي دي.
د تایوان مشرۍ ویلي دي چې د لا درکه شوو کسانو د لټون په خاطر د پلټنون چارې دوام لري.
د ویلو ده چې دا پل په ۱۹۹۸ میلادي کال کې پرانیستل شوی وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول