د امریکا ولسمشر د یو نوي فرمان سره ایراني جګپوړي چارواکي او د هغوي کورنۍ پر امریکا ممنوع الدوخول کړل
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ د یو نوي تقنیني فرمان په خپرولو سره امریکا ته د لوړپوړو ايراني چارواکیو او د هغوې کورنیو او خپلوانو په راننوتو بندیز ولګو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې د ولسمشرۍ ددې فرمان له مخې به ددینه وروسته د ایران لوړپوړي چارواکي او د هغوې کورنۍ او خپلوان ونشي کولای چې د امریکا خاورې ته راداخل شي. پدې فرمان کې د ایران د جګپوړو چارواکیو، د هغوې د کورنیو او نږدې کسانو ټولو نومونه ذکر شوي دي. دوی به نور ونشي کولای چې امريکا خاورې ته راداخل شي.
پمپیو د هغه ايراني مقاماتو او د هغوې د خپلوانو چې په امریکا کې زده کړې کړي او دلته کاروبار لري په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « هغه برخې او کسان چې په ایران کې د خلکو په ازادیو محدودویتونه لګولي دي ، خلک يي د سختو فشارونو لاندې نیولي دي او د هغوې ټولې ازادي ګانې ترینه اخیستي وي نور نشي کولای چې پخپله ددې ټولو ازادي ګانو نه خوند واخلي.
هغه وویل پداسې حال کې چې د ایران خلک د ډول ډول فشارونو او ستونزو سره لاس او ګریوان وي او د هر ډول ازادیو نه محروم وي مونږ نشو کولای چې ایراني مقاماتو او د هغوې کورنیو ته امریکا ته د راتګ اجازه ورکړو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول