په هندي کشمیر کې ۱۳۰۰۰ کشمیري ځوانان لا درکه شوي دي
په هندۍ کشمیر کې د روان میلادي کال د اګست د پنځمې نیټې نه راپدیخوا ۱۳ زره تنه کشمیري ځوانان لا درکه شوي دي.
د ویلو ده چې د کشمیري ځوانانو د لا درکه کیدو بحیر هله پيل شو چې د هندوستان حکومت د اګست په پنځه نیټه د جمو کشمیر خودمختاري او ددې ایالت ځانګړي صلاحیتونه لغوه کړل. هند حکومت ددې نیټه نه پدیخوا په سیمه کې ګرځبند لګولی دی.
د هندوستان د مسلمانو ښځو ټولنې د هندي میرمنو د نړۍوالو فدراسیون او پرمختللو ښځو د سازمان سره په ګډه د سپټمبر د ۱۷ او ۲۱ مو نیټو ترمنځه په سیمه کې د ترسره کړو څیړونو او خلکو سره د مخامخ لیدونو کتنو اړوند راپور خپور کړ. نوموړو د حقیقت موندې تر نامه لاندې په جوړ کړی دا راپور د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې خبري غونډې په ترڅ کې خپور کړ.
په راپور کې راغلي دي چې په جمو کشمیر کې روان حالات او د ژوند شرایط د هره پلوه د انسانیت د چوکاټ نه وتلي دي.
همداشان په راپور کې ویل شوي دي چې د روان میلادي کال د اګست د میاشتې د پنځمې نیټې نه راپدیخوا په جمو کشمیر کې ۱۳۰۰۰ زره تنه کشمیري ځوانان لا درکه شوي دي. د نوموړو لا درکه شوو کسانو د کورنیو سره مخامخ خبرې کړي دي.
د مسلمانانو ښځو د ټولنې مشرې سیده حمید خبري غونډې ته ویلي دي چې دي د نوموړو ځوانانو کورنیو ویلي دي چې هغه عسکرو چې دا ځوانان نیولي دي د هر ځوان د خوشې کولو په خاطر ددوینه د ۲۰ زره نه تر ۶۰ زرو پاکستاني کلدارو غوښتنه کوي.
هغې ویلي دي چې خلک د هندي عسکرو له ډاره د سپو ساتلو پيل کړی دی. همداشان خلک په کورونو کې له ډاره څراغونه نه لګوي او د ټیلیفون په رڼا ژوند کوي.
هغې وویل هر هغه څوک چې ادعا کوي چې په کشمیر کې حالات نورمالت حالت ته راګرځیدلي دي درواغ وايي او حقیقت پټوي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول