په کشمیر کې د کنټرول په کرښه د هندي او پاکستان سرتیرو ترمنځه نښته شوې
د پاکستان او هندوستان ترمنځه د جمو کشمیر د کنټرول په کرښه کې یو ځل بیا نښته شوې ده .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کنټرول په کرښه کې د هندي ځواکونو په ډرو کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هند د لوري د غیرې مسئولانه چلند او د اوربند نه سرغړونو له امله چې د سیمې سوله او امنیت يي د جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی په پاکستان کې د هند د سفارت مسئول وزارت ته احضار کړی او اعتراض ورته وړاندې شوی دی.
د ویلو ده چې هندوستان یو څه موده مخکې د جمو کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۰ مه ماده چې له مخې کشمیر ته خودمختاري او ځانګړي صلاحیتونه ورکړل شوي وو لغوه کړه . دې مسئلې د هند او پاکستان ترمنځه ترینګلې اړیکې لا پسې ترینګلې کړې. همداشان په سیمه کې هم تاوتریخوالی دوام لري.
په پوله کې وخت نا وخته نښتې کیږي. هندي ځواکونو د اګست په ۱۵ مه نيټه هم په پاکستاني سرتیرو ډزې کړې وې چې په پایله کې ۴ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول