په امریکا کې پر ښوونځي وسله وال برید شوی

د امریکا د کولوراډو په ایالت کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی

1197066
په امریکا کې پر ښوونځي وسله وال برید شوی

په امریکا پر یو ښوونځي وسله وال برید شوی.

امریکا متحده ایالتونو د کولوراډو په ایالت کې  دوه تنو زده کوونکو په یو ښوونځي وسله وال برید وکړ چې په پایله کې یو تن زده کوونکي ژوند د لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شول.

د امریکايي رسنیو د خبر له مخې  پیښه  د سې شنبې  په مازیګر ساعتونو کې رامنځته شوې ده . پیښه  د کولوراډو ایالت د های لانډ رانچ  په سیمه کې  رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  دوو تنو زده کوونکو  په ښوونځي ډزې وکړې چې په پایله کې یو تن ژوند د لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپيان شول.

د ټپي شوو زده کوونکو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

برید کوونکي هم  د همدې ښوونځي زده کوونکي دي. برید کوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

د ویلو ده  چې په امریکا کې  هر کال په زرګونو تنه  پدې ډول وسله والو بریدونو کې ژوند د لاسه ورکوي.

په امریکا کې پر وسلې ګرځولو  او په پیر پلور  د کوم بندیز د نه لګول کیدو له امله هر سړی کولای شي چې په ډیره اسانۍ سره  وسله ترلاسه کړي.

ویل کیږي په امریکا کې په رسمي ډول  او د دولت سره  ثبت شوي  د ۲۷۰ نه تر ۳۰۰ میلیونو میله وسلې  د خلکو سره  شتون لري.



اړوند خبرونه