په امریکا متحده ایالتونو کې یو تن وسله وال په میله کوونکو برید وکړ.
په امریکا کې د یهودانو په کنیسې او یو پارک وسله وال بریدونه شوي
د امریکا د ماریلنډ ایالت د بالتیمور په ښار کې یو تن وسله وال په یو تفریحي پارک کې پر میله کوونکو ډزې وکړې.
د بالتیمور امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې برید کې ۷ تنه ټپیان شوي وو چې د نوموړو نه یو تن په روغتون کې ساه ورکړه.
د ویلو ده چې د نوموړي پارک ترڅنګ کلیسا هم شتون لري . پولیسو بیا ویلي دي چې په تحقیقاتو کې د کلیسا سره د برید د تړوا په اړه تر اوسه پورې کوم دلیل او شواهد ندي ترلاسه کړي .
د یادولو وړ ده چې د پرون هم د امریکا د کالیفورونیا ایالت اړوند د سن دیګو په ښار کې د یهودانو په یوې کنیسې وسله وال برید وشو چې له امله يي یو تن مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو برید کوونکو هم نیولی دی. پدې پيښه کې یوې ځوانۍ نجلۍ ژوند د لاسه ورکړ او د یو ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي وو.
پولیسو د برید کوونکي هویت هم اعلان کړ. پولیسو ویلي دي چې په کنیسې برید د جان ایرنست په نامه د یو تن لخوا شوی دی.
برید کوونکي د برید نه وروسته د انټرنټ له لارې یو لیک خپور کړی وو چې پکې په نوي زیلاند کې په دوو جوماتونو د خونړي برید نه یادونه کړې وه. ویل کیږي پدې لیک کې یهودانو او مسلمانانو ته ښکاره ګواښ شوی وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول