په امریکا یوې زده کوونکې ته د ښوونکي لخوا پرې د جنسي تیري کیدو له امله ۸ میلیونه ډالره غرامت ورکړ شو
د کاتولیکو مسیحیانو کلیسا یوې زده کوونکې ته چې د ښوونکي لخوا پرې جنسي تیری شوی وو ۸ میلیونه ډالره غرامت ورکړ
په امریکا کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا د لاس انجلس د ایالت د اسقف اعظم دفتر د کلیسا اړوند د یو ښوونځي زده کوونکې ته د ښوونکي لخوا پرې د جنسي تیري کیدو له امله ۸ میلیونه ډالره غرامت ورکول ومنل.
د کلیسا په ښوونځي کې د جنسي ځورونې د پيښو د قربانیانو نه د یوې نجلۍ د مدافع وکیل داوید رینګ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کاتولیکو مسیحیانو د لاس انجلس ایالت اسقف اعظم دفتر د کلیسا اړوند د سان ګابریال میسیون په ښوونځي کې د روغتیا د څانګې د ښوونځي او د سپورتي فعالیتونو د مشر خوان ایوان باراجاس لخوا د تښتول شوي زده کوونکې چې جنسي تیری پرې کړی وو اته میلیونه ډالره غرامت ورکول ومنل. هغه ویلي دي چې کلیسا د نوموړې زده کوونکې سره د عدلي جوړجاړي په پایله کې هغه ته د ۸ میلیونه ډالرو غرامت ورکول ومنل.
د مدافع وکیل ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د کلیسا لخوا د جنسي تیریو د قربانیانو نه یوې ته پدې اندازه غرامت ورکول کیږي.
د بله پلوه په امریکا کې د کاتولیکو مسیحیانو د کلیسا د اسقف اعظم دفتر ویلي دي چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د جنسي ځورونې د دعواګانو په چوکاټ کې د یو زیات شمیر قربانیانو سره جوړجاړی کړی او تر اوسه ۷۴۰ میلیونه ډالره غرامت ورکړی دی.
د ویلو ده چې په امریکا د کاتولیکو کلیسا پر خلاف هم په جنسي تیري باندې تورن یو ښوونکی له دندې د نه ګوښه کولو له امله اقامه د دعوا شوې وه.