په جرمني کې  د مسلکي  کارګرانو  کمبودي  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو ده.

د جرمني نفوس مخ په کمیدو دی

1144067
په جرمني کې  د مسلکي  کارګرانو  کمبودي  د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو ده.

 

په جرمني کې پدې په اړه په ترسره شوو تحقیقاتو کې  جوته شوې ده  چې دا هیواد به په راتلوونکو کلونو کې لا زیات  د مسلکي کارګرانو  د ستونزې سره مخامخ شي.

پدې تحقیقاتو کې ویل شوي دي که چیرې په جرمني کې  تر ۲۰۶۰ کلونو پورې  د زیږیدنې کچه  لوړه نشي  دا هیواد مجبور دی چې هر کال  ۲۶۰ زره تنه  کارګران  د بهر نه  قبول کړي.

د تحقیقاتو په پایله کې  دا معلومه شوې ده چې  په جرمني کې  د زیږیدنې کچې د ټیټوالي له امله  دا هیواد مجبور دی چې  د کارګرانو  کمبودي  د نورو هیوادونو نه  پوره کړي.

همداشان  په جرمني کې  کارپوهانو ویلي دي چې  جرمني  کولای شي چې  د اروپايي ټولنې  د نورو غړیو هیوادونو نه  په کال کې ۱۱۴ زره تنه  کارګر  جذب کړي  خو  د پاتې ۱۴۶ زره  مجبور  دی چې  د ټولنې نه بهر د هیوادونو نه تامین کړي.

همداشان ددې تحقیقاتو په پایله کې  ویل شوي دي که چیرې  جرمني  کډوالو ته  پناه ورنکړي  تر ۲۰۶۰ کاله به ددې هیواد  نفوس  ۱۶ میلیونه  راټیټ شي.



اړوند خبرونه