مادورو د ترکیې، روسیې او چین نه مننه وکړه
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د ترکیې، روسیې او چین نه د هغه نه د قاطع ملاتړ له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې د ترکیې ، روسیې او چین نه د ونزویلا د ملي شورا رئیس او مخالف مشر خوان ګوایدو چې ځان يي د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړی دی په مقابل کې د مشروع حکومت نه د ملاتړ له امله مننه کوم.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې هم ویلي دي چې ونزویلا یواځی ندی. ترکیې ، روسیې ، چین او یو زیات شمیر هیوادونو د ونزویلا د قانوني او مشروع حکومت نه د ملاتړ سره ټولو ته دا وښوده چې ونزویلا یواخی ندی.
د یادولو وړ ده چې د تیرو څو راهیسې په ونزویلا کې د حکومت پلویانو او مخالفینو په مظاهرو لاس پورې کړی دی.
د ونزویلا د ملي شورا رئیس او مخالف مشر خوان ګوایدو دوه ورځې مخکې په پلازمینه کاراکاس کې د حکومت پر خلاف په جوړه شوې مظاهره کې ځان د ونزویلا د موقت حکومت د مشر په توګه اعلان کړ. هغه ادعا وکړه چې د مادورو په مشرۍ حکومت خپل مشروعیت د لاسه ورکړی دی.
د ونزویلا د مخالف مشر ددې اقدام نه د امریکا په ګډون لویدیځې نړۍ او د لاتینې امریکا یو زیات شمیر هیوادونو د ملاتړ اعلان وکړ.
امریکا ولسمشر تیره ورځ د ونزویلا مخالف مشر ددې هیواد د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپیژنده. همداشان د امریکا نه وروسته کاناډا، کولمبیا، پیرو، ایکوادور، پاراګوای، برازیل، چیلي ، پاناما، ارجنټاین، کوستاریکا او ګواتامالا په ګډون یو زیات شمیر هیوادونو مخالف مشر د موقت ولسمشر په توګه په رسمیت وپیژنده.
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو تیره ورځ په پلازمینه کاراکاس کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بالکون نه خپلو په زرګونو تنو پلویانو ته وینا وکړه.
هغه وویل چې د امریکا سره اړیکې په کامله توګه پرې کړي دي. په هیواد کې د امریکا ټولې سیاسي نماینده ګۍ تړلي دي. امریکايي ډیپلوماټانو ته د ونزویلا نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول