د امریکا د بهرنیو چارو وزیر : پر ایران به موجود فشارونه دوه برابره کړو

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې پر ایران به  روان فشارونه  دوه برابره کړي.

1121982
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر : پر ایران به موجود فشارونه  دوه برابره کړو

 

هغه  دا څرګندونې  د اردن په پلازمینه  عمان کې  وکړې. هغه وویل چې واشنګټن په پام کې لري چې پر ایران موجود  فشارونه  دوه برابره کړي.

هغه  دا څرګندوني د خپل اردني سیال سره  په ګډه خبري غونډه کې وکړې. هغه  وویل چې پر ایران  به  موجود  فشارونه  یواځې په ډیپلوماتیکو برخو کې نه بلکې په اقتصادي برخو کې هم  دوه برابره کړو.

هغه  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو اړوند  د ولسمشر دونالد ټرمپ د پریکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل « د سوریې نه  د امریکايي ځواکونو ویستل به  د ایران او داعش پر خلاف  د امریکا پر روانې  مبارزې  هیڅډول اغیزې ونکړي.

هغه وویل چې د اردن په ګډون په سیمه کې زمونږ ټول متفقین  پدې باور دي چې  ایران  د سیمې لپاره ستر ګواښ دی.

هغه وویل چي د ایران نه د امریکا یواځنۍ غوښتنه  یو نورمال هیواد  په توګه پاتې کیدل دي.

همداشان هغه وویل چې  اردن  په سیمه کې  د امریکا  مهم او ستراتيژیک متفق هیواد دی. د سوریې د روانې ستونزې د حل په مسله کې  اردن  ډیر مهم  او رغنده رول  لري.

همداشان  د اردن د بهرنیو چارو وزیر  ایمن السفدي بیا د سیمې په اړه د امریکا او اردن د همکارۍ په ارزښت  ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پدې حساس وخت کې  د اردن نه  لیدنه وکړه چې دا لیدنه ډيره ګټوره ده. د سیمې د روانو ستونزو په اړه مو په هر اړخیزه توګه د خبرو فرصت  پيدا کړ.

هغه وویل چې د اسراییلو او فلسطین په ستونزې مو هم  پراخه خبرې وکړې. هغه وویل چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د مذاکراتو د کانالونو تړل  یو ډير خطرناګه  اقدام  دی. د دواړو خواوو ترمنځه  د مذاکراتو کانالونه باید  پرانیستي وي.



اړوند خبرونه