روسیې  د سوریې نه  ۱۵۰ تنه  سرتیري  هیواد ته ستانه کړل.

روسیې د سوریې نه خپل ۱۵۰ تنه سرتیري هیواد ته واستول

1113399
روسیې  د سوریې نه  ۱۵۰ تنه  سرتیري  هیواد ته ستانه کړل.

 

په سوریه کې  د روسیې  د هوايي دفاعي توغندیو د سیستم  د قومندانۍ اړوند  ۱۵۰ تنه  سرتیري هیواد ته  ستانه شول.

د روسیې  د مرکزي ځواکونو اړوند د قومندانۍ د رسنیو د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  په سوریه کې  د روسیې د دفاعي توغندیو د سیستم  د قومندانۍ  ۱۵۰ تنه  سرتیري  ایل ۷۶ ډوله  عسکري الوتکه کې  هیواد ته  راستانه شوي دي.

په بیان کې راغلي  دي چې  نوموړو  روسي ځواکونو په سوریه کې  په ډیر بریالیتوب سره  خپله دنده  سرته رسولې  او هیواد ته راستانه شوي دي.

روسیې  په سوریه کې  عسکري عملیاتو د پیلولو سره سم د خپلو پوځي هډو  د ساتنې په خاطر  دوه  اس ۴۰۰ ډوله دفاعي توغندیو سیستم  ځای په ځای کړی دی.

همداشان  روسیې  سوریې حکومت ته  هم  اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  ورکړ.

 


پيوندونه: #روسیه , #سوریه

اړوند خبرونه