امریکا  پر ایران  اقتصادي بندیزونو  لمن  لا پراخه کړه.

امریکا پر ایران نوي اقتصادي بندیزونه ولګول

1070249
امریکا  پر ایران  اقتصادي بندیزونو  لمن  لا پراخه کړه.

امریکا متحده ایالتونو د خزانې  وزارت  د ایران  تر ټولو په مهمو  بانکونو  ملت بانک او مهر اقتصاد بانک  په تور لست کې  شامل کړل.

امریکا د نوموړو دوو بانکونو سربیره  ۲۰ ایراني شرکتونه هم  د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند د بسیچ ځواکونو سره د مرستې او ملاتړ له امله  په تور لست کې شامل کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د خزانې وزارت  د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د ایران په مخکښو  بانکونو ملت بانک او مهر اقتصاد بانک  او شل ۲۰ شرکتونو  بندیز ولګول شو.

نوموړو نومونه  په تور لست کې شامل شوي دي. په بیان کې راغلي دي چې  د منځني ختيځ او افریقا لپاره د ټراکټورونو  تولیدونکی  د ایران ټراکټور  او د فولادو  تولیدونکی  د مبارک فولاد په شرکت به هم  بندیزونه ولګول شي.

د بیان له مخې  یاد شوي ایراني شرکتونه په مختلفو نومونو د بسیچ ځواکونو سره چې د جګړۍ په لومړنیو کرښو کې د ماشومانو نه کار اخلي  او روزنه ورکوي  مالي مرستې کوي.

د ایران لخوا  په تور لست کې نیول شوي  ایراني شرکتونه په لاندې ډول دي.

ملت بانک ، پارسیان بانک، د اندیشه مهراوران د پانګه اچونې شرکت، مهر اقتصاد مالي ګروپ، تکتار پانګه اچونې شرکت، د ایران د تدبیرګران اتیه پانګه اچونې شرکت، د ایران د زنک د معدونو د پراختیا شرکت، د نګین ساحل رویال شرکت، د تکنوتر مهندسي شرکت، د زانجان د اسیدو د تولید شرکت، د پارسیان کاتالیست کیمیايي شرکت، بهمن ګروپ، د بندر عباس د زنک د تولیداتو شرکت او د قشم د زنک د ذوب او تولید شرکت، شرکت فولاد مبارک اصفهان، ایران ټراکټور .

د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې  په امریکا ، اروپا  او منځني ختیځ کې به په ټولو هغه شرکتونو او اشخاصو چې د ایران  د بسیچ ځواکونو  اړوند د شرکتونو سره چې په مختلفو نومونو جوړ شوي دي او میلیاردونه ډالره ښکته پورته کوي  د تجارت او تجاري اړیکو د تثبیت په صورت کې به پر هغوې هم  بندیزونه ولګول شي.



اړوند خبرونه