د جنسي تیري په تور تورن راهب ځان وژنه وکړه
د فرانسې د روین په ښار کې د کلیسې یو تن راهب چې د جنسي تیري په تور تورن شوی وو ځان وژنه وکړه.
د لي فیګارو د ورځپاڼې د خبر له مخې د روین په ښار کې د جنسي تیري په تور تورن شوي ۳۸ کلن راهب جین باپتیست سیب په کلیسا کې ځان وژنه کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې یوې ښځې د کلیسا مشر ته د نوموړي راهب نه د هغه پر لورې د جنسي تیري کولو له امله شکایت کړی وو.
د فرانسې د روین د ښار څارنوال ویلي دي چې د راهب لخوا د ځان وژنې نه وروسته د هغه د جنسي تیري جرم رابرسیره شو.
د بله پلوه د فرانسې د لیون د کاتولیکې کلیسا د کاردینال فیلیپس باربارین د راهبانو د جنسي تیریو د جرمونو د پټولو له امله محاکمه دوام لري.
ویل کیږي پدې دعوا کې د باربارین سربیره ۶ کسه نور هم محاکمه کیږي. د نوموړې دعوا د محاکمې جلسه د ۲۰۱۹ کال د جنوري په میاشت کې ترسره کیږي.
د ویلو ده چې په فرانسه کې د کلیسا مشرانو یو زیات شمیر راهبان چې په جنسي تیریو او دیته ورته نورو جرمونو مرتکب شوي وو عدالت د سپارولو او له دندو د ګوښه کولو پر ځای په افریقايي هیوادونو کې په کلیساګانو کې په دندو ګمارلي وو چې دې مسلې په نوموړي هیواد کې د خلکو ډیر سخت غبرګون پارولی دی.