د روسیې یوې بلې الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې یوې بلې الوتکې سقوط وکړ
1052835
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې ددوې یوه میګ ۳۱ ډوله جنګي الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې د الوتکې دواړو پیلوټانو ځانونه په پراشوټ کې ګوزار کړي او دواړه ژوندي ژغورل شوي دي.
الوتکه د روسیې د نیژني نووګورود په سیمه کې غورځیدلې ده .
ویل کیږي الوتکې د هوايي هډې نه د الوتنې نه لنډه موده وروسته سقوط وکړ. ویل کیږي الوتکې د سقوط نه مخکې اور اخیستی وو.
ویل کیږي الوتکه په یوې تشه سیمه کې غورځیدلې او چاته ځاني او مالي زیان ندی اړولی.
د روسېې د دفاع وزارت ویلي دي چې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی. د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي. تحقیقاتي ډله سیمې ته رسیدلې ده .
ویل کیږي الوتکه د سقوط نه وروسته سوځیدلې ده .