په امريکا کې د ورځپاڼې په دفتر وسله وال بريد وشو
د امريکا د اناپوليس په ښار کې د ځايي ورځپاڼې په دفتر بريد شوی
د امريکا متحده ايالتونو ماريلنډ ايالت اناپوليس په ښار کې د يوې ورځپاڼې په دفتر وسله وال بريد وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او تر شلو ډير ټپيان شوي دي.
د اناتوليا خبري اژانس ويلي دي چې بريد د ماريلنډ ايالت په ځايي د کپيټل ګازيتې په ورځپاڼې شوی دی.
د اسوشيتيد پرس خبري اژانس ويلي دي چې بريد کوونکي د ورځپاڼې د اډيټور په ګډون په کارکوونکو مخامخ ډزې کړي دي.
پوليسو د نوموړي بريد په تړاو يو تن نيولی دی.
د بريد اصلي لامل ناڅرګند دی .
د بريد نه وروسته پوليس د ورځپاڼې په دفتر کې څيړنې پيل کړي دي.
د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ بريد غندلی دی او د پيښې د قربانيانو د کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
ولسمشر ټرمپ دپيښې په اړه په خپور کړي پيغام کې ويلي دي چې د پيښې په اړه يي د مقاماتو او پوليسو نه پوره معلومات اخيستي دي .
هغه ويلي دي چې دعا مې د قربانبانو د کورنيو سره دي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول