په امریکا کې د ورځپاڼې په دفتر د برید کوونکي هویت معلوم شو.
په امریکا کې د ورځپاڼې په دفتر برید کوونکی ونیول شو
په امریکا کې د ورځپاڼې په دفتر د برید کوونکي هویت معلوم شو.
د امریکا متحده ایالتونو د ماریلنډ ایالت د اناپولیس د ښار پولیسو مشر خبري رسنیو ته وویل چې د ورځپاڼې په دفتر برید د ۳۸ کلن ژارود راموس په نامه د یو تن لخوا شوی دی.
هغه وویل چې برید کوونکی سپین پوستی دی او د پیښې په ځای کې خپل د ګوتو نښانونه پاک کړي وو خو د پولیسو لخوا د مخ د څیرې د معلومولو د تکنالوژۍ سره تثبیت او وروسته ونیول شو.
د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکي لومړی د ټولنیزې مډیا له لارې ورځپاڼې دفتر ګواښلی وو . د همدې امله دا یو پلان شوی برید وو.
هغه وویل چې پدې برید کې ۵ تنه وژل شوي چې ۴ تنه يي ژورنالستان او یو تن بل د ورځپاڼې د خرڅلاو د برخې کارکوونکی دی.
د پولیسو مشر ویلي دي چې برید د ورځپاڼې د خبر له څانګې شوی دی. برید کوونکي د خبر د څانګې خونې ته د ننوتو نه سمدلاسه وروسته د خبر اډیټور په ګډون په موجودو کسانو ډزې کړي دي.
د بله پلوه ویل کیږي چې برید کوونکي په ۲۰۱۲ کال کې په همدې ورځپاڼه کې د خبریال په توګه دنده ترسره کوله.
هغه په ۲۰۱۲ کال کې پرې د لګیدلي یو تور له امله د دندې پریښودو ته مجبور شو.
برید کوونکی ژارود وارن راموس د ماريلنډ ایالت د لاوریل د سیمې اوسیدونکی دی.
د ویلو ده چې پدې پيښه کې پنځه تنه مړه او تر شلو تنو ډیر ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول