په هندوستان کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ

د هندوستان په سویل کې  د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله  ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

973057
په هندوستان کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ

د هندوستان په سویل کې  د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله  ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړ.

پیښه  د هندوستان  په سویل کې د اندرا پردیش  په ایالت کې رامنځته شوې ده .

د یاد شوي ایالت لومړي وزیر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه  د ګوداواري په نهر کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي دي چې  په کښتۍ  کې  ۴۴ تنو شتون درلود چې ځنیو  کسانو يي د لامبو په وهلو سره  ځانونه ژغورلي دي. همداشان  د ژغورنې ډلو تر  اوسه پورې د ۱۲ تنو مړي د اوبو نه راویستي دي.

ویل کیږي  پدې پیښه کې  ۱۰ تنه لادرکه شوي دي چې  د موندولو په خاطر يي  عملیات دوام لري.

د ویلو ده چې په هندوستان کې وخت نا وخته دیته ورته  پيښې رامنځته کیږي.

همداشان د تیر کال د نوامبر په میاشت کېهم  ورته  پیښه رامنځته شوې وه چې  ۱۹ تنو پکې ژوند  د لاسه ورکړی وو.   



اړوند خبرونه