کاناډا په غزه کې د اسراییلي سرتیرو لخوا د وروستي قتل عام د څیړولو غوښتنه وکړه
کاناډا : په غزه کې د وروستیو پیښو په اړه باید د خپلواکه کمیسیون لخوا تحقیقات وشي.
کاناډا د اسراییلي سرتیرو لخوا د تیرې دوشنبې په ورځ په غزه کې په ملکي وګړو د ډزو په ترڅ کې د ټپي شوي فلسطیني الاصله کاناډايي ډاکټر طارق لوباني په خاطر د تحقیقاتو پیلولو غوښتنه وکړه.
د کاناډا لومړي وزیر جاستین تروډو د مسلې په اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د تیرې دوشنبې په ورځ د اسراییلي سرتیرو په ډزو کې چې ۶۲ تنه فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ پدې پیښو کې ۱۹ تنه روغتیايي پرسونل هم ټپیان شوي دي چې یو يي فلسطیني الاصله طارق لوباني دی.
تروډو ویلي دي چې کاناډا د اوږدې مودې راهیسې د غزې په تراړه کې د روانو پیښو له امله چې ګن شمیر کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړی او بې شمیره ټپیان شوي دي ژوره اندیښنه لري. پدې پیښو کې د ښځو، ماشومانو، روغتیايي پرسونل په ګډون بې شمیره بې وسلې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . کاناډا ددې پیښو په اړه ژور خفګان څرګندوي.
لومړي وزیر تروډو ویلي دي چې د ډاکټر طارق او د هغه د کورنۍ سره هر ډول مرستې کیږي .
د نوموړې پیښې په اړه د اسراییلي چارواکیو سره د تماس په حال کې یو. په مظاهرو کوونکو دا ډول مداخله او د حقیقي مرمیو کارول په هیڅډول د منلو وړ ندي. په غزه کې د روانو پيښو اصلي حقیقت باید ټولو ته ښکاره شي.
کاناډا د هر ډول تحریک، تاوتریخوالي، په مظاهره کوونکو د مداخلې او بریدونو په ګډون ددې پیښې د حقیقاتو د معلومولو په خاطر د خپلواک کمیسیون لخوا د څیړولو غوښتنه کوي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پرانیستو پر ورځ اسراییلي سرتیرو په غزه کې ۶۳ تنه فلسطیني مظاهره کوونکي مړه او تر ۳زرو تنو ډیر ټپیان کړل.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول