د امريكا – شمالي كوريا د مشرانو د احتمالي ليدنې په اړه نوې ادعا

د جنوبي كوريا د خبري رسنيو د معلوماتو له مخې ټاكل شوې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شمالي كوريا د مشر كيم جانګ – اون سره په سينګاپور كې ليدنه وكړي.

966625

د جنوبي كوريا د چوسون اېبلو ورځپاڼې د امريكا د ملي امنيت د سلاكار جان بولټن په حواله ليكلي دي چې ټرمپ به د جون په مياشت كې په سينګارپور كې د شمالي كوريا د مشر سره ليدنه وكړي.

ټرمپ تېره اونۍ څرګنده كړې وه چې د شمالي كوريا د مشر سره ګوري خو د ليدنې د ځاى او نېټې په اړه يې څه نه و ويلي.

د معلوماتو له مخې بولټن تېره اونۍ د خپل كوريايي سيال چانګ – ايويانګ سره په ليدنه كې د شمالي كوريا د مشر سره د ټرمپ د احتمالي ليدنې په اړه خبرې اترې وكړې.

پيوندونه: #جنوبي كوريا , #ټرمپ

اړوند خبرونه