ټرمپ : د اسراییلو نه پرته بل هیڅ ښه دوست نلرم
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې له امله د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
954681
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ د اسراییلو د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې له امله د مبارکۍ پيغام خپور کړ.
دونالد ټرمپ ددې پيغام سره یو ځل بیا غبرګونونه پارولي دي. ټرمپ د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اسراییلو ټولو خلکو ته د خپلواکۍ د ۷۰ مې کلیزې له امله مبارکي وایم.»
ټرمپ په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د اسراییلو نه پرته بل هیڅکوم ښه دوست نلري.
هغه ویلي دي چې په راتلوونکې میاشت کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو ته بې صبرانه انتظار باسم.
د هغه دې څرګندونې یو ځل بیا غبرګونونه پارولي دي.