په سومالیا کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو.
د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو.
868006
په سومالیا کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو.
د سومالیا په پلازمینه موګادیش کې د پولیسو په اکاډمۍ ځانمرګی برید وشو. د سومالیا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو په جامو کې په روزنیز کمپ کې د پولیسو په منځ کې ځان وچولو.
په پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د سومالیا د پولیسو ویاند محمد حسین خبري رسنیو ته وویل چې برید کوونکي چاودیدونکي توکي په خپل بدن کې پټ کړي وو.
د بله پلوه د سومالیا د امبولانس د څانګې مشر عبدالقدیر عبدالرحمان د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی ۱۳ مړي او ۱۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د برید مسئولیت د الشباب ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.