په لندن کې چاودنه وشوه

د لندن په میترو کې چاودنه وشوه

807558
په لندن کې چاودنه وشوه

د انګلستان په پلازمینه لندن کې په میترو کې  چاودنه وشوه.

د انګلستان د د سن  ورځپاڼې د خبر له مخې  په چاودنه کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.

د لندن پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه د پارسون ګرین میترو په تم ځای کې رامنځته شوې ده . د پیښې ځای ته یو زیات شمیر امبولانسونه  انتقال شوي دي.

همداشان  ځیني عیني شاهدانو بیا د نږدې شلو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

نور جزیات به وروسته وړاندې شي.


پيوندونه: #لندن , #چاودنه , #میترو

اړوند خبرونه