امریکا د لومړي ځل لپاره فتح ګولن سازمان ته د ترهګرو به راپور کې ځای ورکړ
امریکا د ۲۰۱۶ کال د ترهګریزو فعالیتونو راپور خپور کړ
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۶ کال د ترهګرۍ په راپور کې د لومړي ځل لپاره د فتح الله ګولن ترهګري سازمان نه هم یادونه شوې ده .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال په هیوادونو کې د ترهګریو فعالیتونو اړوند راپور خپروي.
د ۲۰۱۶ کال په راپور کې د ترکیې په ځانګړې برخه کې راغلي دي چې ترکیې د
پې کاکا او داعش ترهګرو ډلو په ګډون د یو زیات شمیر ترهګرو سازمانونو پر خلاف مبارزه کوي. همداشان په ۲۰۱۶ کال کې په ترکیه کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو نه هم یادونه شوې ده .
همداشان په راپور کې راغلي دي چې ترکیې د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۶ مه نیټه د ملي امنیت شورا په غونډه کې د فتح الله ګولن سازمان د ترهګریز سازمان په توګه منلی دی. همداشان د ترکیې حکومت د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې کودتا پړه چې تر ۲۴۰ تنو ډیرو کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړ د فتح الله ګولن په ترهګریز سازمان اچوي.
په راپور کې راغلي دي چې ترکیه د یو پلو نه د ترهګرو پر خلاف قوي مبارزه کوي او د بله پلوه د ترهګرو سازمانونو سره د بهرنیو جنګیالیو د مخنیوي په برخه کې هڅې کوي. په راپور کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې لخوا د اوچت شوو ګامونو نه یادونه شوې ده .
په راپور کې د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو له مخې ویل شوي دي چې ترکیې امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال د جنوري او نوامبر د میاشتو ترمنځه د داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکو په تور ۱۳۸۱ تنه بهرنیو په ګډون ۳۰۸۹ تنه نیولي چې ددوې د جمع نه يي د ۶۱۸ تنو بهرنیانو په ګډون ۱۲۰۴ تنه زنداني کړي دي.
همداشان په راپور کې د ترکیې لخوا د ۲۰۱۶ کال د اګست په میاشت کې د فراټ ډال عسکري عملیاتو نه د داعش پر خلاف د نړۍوالې مبارزې په توګه یادونه شوې ده.
په راپور کې د ترکیې لخوا د بهرنیو جنګیالیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ویل شوي دي چې « د ترکیې حکومت پدې برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت کړي. د ممنوع الدوخول لست يي ډیر پراخه کړې، په هوايي ډګرونو، بندرونو، د ښاري بسونو په عمومي تم ځایونو او سرحدي دروازو کې د بهرنیو ترهګرو د تثبیت په خاطر د ارزونې ځانګړي ادارې جوړې کړي دي. په پولو کې د بهرنیو جنیګالیو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر د عسکرو نه سربیره ملکي امنیتي پرسونل او تجهیزات هم ځای په ځای کړي دي.
همداشان په راپور کې د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې د انجیرلیک عسکري هډې په اهمیت ډیر زیات ټینګار شوی دی .
په راپور کې د ترکیې لخوا د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو نه هم یادونه شوې ده . په راپور کې ویل شوي دی چې د ترکیې وسله وال پوځ د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې راهیسې د پې کاکا پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په لړ کې تر ۸ زرو تو ډیر د پې کاکا جنګیالي وژلي ، ټپي کړي او نیولي دي.
همداشان پدې مبارزه کې څه باندې ۷۵۰ تنه ترکي سرتیري په شهادت رسیدلي دي.
د ویلو ده چې پدې راپور کې د پې وای ډي ترهګرې ډلې نه د پې کاکا د څانګې په توګه یادونه نده شوې .
پدې اړه ویل شوي دي چې ترکیې حکومت د هیواد دننه بعضې سازمانونه د ترهګرو سازمانونو په توګه اعلان کړي دي.
د بیلګې په توګه ترکي حزب الله ، د ترکیې د کمونیست ګوند مارکسیست لینینست سازمان، د ترکیې د کلیوالو د ژغورنې کارګر اردو ډله او په سوریه کې د پي وای ډي او وای پي جي ډله د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو په توګه اعلان کړي دي.
په راپور کې ایران یو ځل بیا د ترهګرو د اصلي ملاتړي هیواد په توګه اعلان شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې د نړۍ په کچه په ۲۰۱۶ کال کې د ترهګریزو بریدونو په شمیره کې ټیټوالی راغلی دی .
په راپور کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هیوادونو په برخه کې د ایران ، سوډان ، په سوریه کې د اسراییلو پر خلاف ډلو نه یادونه شوې ده .
د راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ په کچه په ترهګریزو بریدونو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی.
په راپور کې راغلي دي پداسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ په کچه ۱۱۷۷۴ ترهګریز بریدونه شوي وو په ۲۰۱۶ کال کې بیا دا شمیره ۱۱ زره ۷۲ ته راټیټه شوې ده .
همداشان په ۲۰۱۶ کال کې په ترهګریزو بریدونو کې ۲۵ زره ۶۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی . په ۲۰۱۵ کال کې بیا دا شمیره ۲۸ زره ۳۲۸ وه.
په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو ډیر ترهګریز بریدونه د داعش ترهګرې دلې لخوا شوي دي او د همدې کال راهیسې داعش په عراق او سوریه کې د سیمو د لاسه په ورکولو پیل وکړ.