داعش ترهګرې ډلې په خپلو جنګیالو د ټولنیزې مډیا په کارولو بندیز ولګول.
داعش د هرې ورځې په تیریدو سره کنټرول د لاسه ورکوي
داعش ترهګرې ډلې په خپلو جنګیالو د ټولنیزې مډیا په کارولو بندیز ولګول.
د انګلستان د انډیپنډینت ورځپاڼې د خبر له مخې داعش ترهګرې ډلې په لیکو کې د بهرنیو استخباراتي کړیو د جاسوسانو د یو ځای کیدو له امله په ټولنیزه مډیا بندیز لګولی دی .
د یادولو وړ ده چې داعش هله په خپلو جنګیالیو د ټولنیزې په کارولو بندیز ولګو چې په سوریه او عراق کې ډیرې زیاتې سیمې د لاسه ورکړي دي. په عراق او سوریه کې نړۍوالو ځواکونو د ځايي ځواکونو په ملاتړ او ملګرتیا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پراخه عملیات پیل کړي دي.
په عراق کې د موصل ښار د بیرته نیولو د عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ډیرې زیاتې سیمې د داعش نه تصفیه شوي دي.
د بله پلوه داعش ترهګرې ډلې په هوايي بریدونو کې ستر ځاني ضایعات لیدلي دي.
داعش ویلي دي چې د ځینو جنګیالیو د بې پروايي له امله پر دوی هوايي بریدونه کیږي.
ځینې غړي چې په انلاین ډول ځینې شیان رانیسي حکومتي ځواکونه ددې فرصت نه په استفادې سره د هغوې پټنځایونه تثبیتوي او وروسته په هوايي بریدونه کوي.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د انګلستان لومړۍ وزیرې د تکنالوژۍ د شرکتونو هر څه ژر د داعش ترهګرې ډلې د مرکزونو د تثبیتولو په خاطر فشار راوړی وو. تریزا مې یاد شوو شرکتونو ته ویلي وو چې د داعش د پټنځایونو د تثبیتولو په برخه کې باید هیڅډول تنبلي ونکړي.