د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یو تن په پولیسو د چکش سره برید وکړ.
په اروپايي هیوادونو کې د بریدونو له امله اندیښنې ډیرې شوي دي
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یو تن په پولیسو د چکش سره برید وکړ.
د پاریس پولیسو سمدلاسه په برید کوونکي ډزې وکړې او د خپو يي وغورځو.
ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په پاریس کې د نوترې دامي کتډرالي تاریخي کلیسا په مخکې په پولیسو د چکش سره برید وکړ. ویل کیږي برید کوونکي « د سوریې په خاطر » د چغو وهلو نه وروسته په پولیسو د چکش برید کړی دی .
په برید کې د پولیسو نه یو تن د سر په ناحیه کې ټپي شوی دی خو روغتیايي حالت يي ښه دی.
همداشان پولیسو په برید کوونکي سمدلاسه ډزې کړي چې په سینه لګیدلی دی او په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
پولیسو د برید نه وروسته د سیمې نه امنیتي شرید چاپیر کړ.
د پاریس د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.
پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۳ مه نيټه په پاریس کې د خونړي برید نه وروسته چې له امله يي تر ۱۳۰ ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو بیړنی حالت اعلان شوی دی چې اوس هم دوام لري.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول