د روسيې د امريكا د يوې جنګي الوتكې پر وړاندې مداخله

د روسيې د دفاع وزارت د امريكا اړوند يوه لويه جنګي الوتكه چې ددې هېواد سرحد ته نږدې يې الوتنه كوله، پرې نښودله چې سرحد ته نږدې شي.

747123
د روسيې د امريكا د يوې جنګي الوتكې پر وړاندې مداخله

 

ددې وزارت د معلوماتو پر اساس د بالتيك په بحيره كې د امريكا اړوند بي – ۵۲ ډوله جنګي الوتكه چې د روسيې هوايي حريم ته نږدې شوې وه، ددې هېواد د جټ الوتكو په واسطه يې مخنيوى وشو.

ددې وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې وروسته له هغې چې د روسيې هوايي حريم ته نږدې يې يوه ناپېژندل شوې الوتكه تثبيت كړه، د سيمې نه د اېس يو – ۲۷ ډوله جنګي جټ الوتكې په واسطه يې مخه ونيول شوه.

ويل كيږي چې جټ الوتكې تر هغه پورې امريكايي الوتكه تعقيب كړه، تر څو چې د روسيې له هوايي حريمه لرې لاړه.

دا  لومړى ځل نه دى چې روسان د امريكايي الوتكو پر وړاندې تدابير نيسي. د تېر مې په مياشت كې هم په ورته ډول د تورې بحيرې په مربوطاتو كې د امريكايي الوتكو د الوتنې مخه نيول شوې وه.

د امريكا اړوند بي – ۵۲ ډوله جنګي الوتكه د روسيې سره پولې ته نږدې د ناټو د ځواكونو په يوې هډه كې ځاى پر ځاى شوې ده.


پيوندونه: #روسيه , #امريكا

اړوند خبرونه