ټرامپ  ته  داځل  پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند لخوا ضربه ورکړل شوه.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  ته  داځل  پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند لخوا ضربه ورکړل شوه.

698068
ټرامپ  ته  داځل  پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند لخوا ضربه ورکړل شوه.
abd temsilciler meclisi taziye.jpg

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  ته  داځل  پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند لخوا ضربه ورکړل شوه.

د امریکا په کانګرس کې  د ټرامپ  د روغتیايي خدماتو او بیمې  په قانون  رای اچونه وځنډیده.

ولسمشر ټرامپ  بیا  د جمهوریت غوښتونکو د ګوند هغه وکیلانو ته  چې  د دده د روغتیايی خدماتو او بیمې په اړه  د قانون د مسودې سره  مخالفت  ښودلی دی  ګواښلي دي.

د امریکا  د خبري رسنیو د خبر له مخې  ولسمشر ټرامپ  د پخواني ولسمشر اوباما  د دورې  د روغتیايي خدماتو او بیمې د سیستم پر ځای د جوړ کړي  نوي سیستم  سره پخپله د جمهوریت غوښتونکو ګوند په منځ کې هم  مخالفتونه  شتون  لري.

د ټرامپ  د روغتیايي خدماتو او بیمې د سیستم په اړه د قانون مسوده  چې په پام کې تیره ورځ  پرې رای اچونه وشي  د جمهوریت غوښتونکو د ګوند د ځینو وکیلانو د مخالفت او کافي رایو د نشتوالي له امله  پرې رای اچونه ونشوه.

ولسمشر ټرامپ  د روغتیايي خدماتو د نوي سیستم  په اړه د پارلمان د ریس پاول راین  او ددې سیستم سره  مخالفو جمهوریت غوښتونکو سره  پرله پسې غونډې وکړې خو داسې ښکاري چې  کومه ګټه يي نده کړې.ټرامپ  د راین سره  د وروستۍ لیدنې نه وروسته وویل چې  مذاکرات  پایته ورسید.

په یادې شوې غونډه کې  ګډون کوونکو ځینو وکیلانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې ټرامپ  د کانګرس لخوا د روغتیایي خدماتو په اړه د نوي قانون د نه پاسیدو په صورت کې به  د اوباما  د دورې  د روغتیايی خدماتو او بیمې  قانون  لغوه کړي.

ټرامپ  په ښکاره توګه  ددې سیستم  مخالفین ګواښلي دي.

د بله پلوه  د سپینې ماڼۍ  د بودیجې  مسئول  خبري رسنیو ته ویلي دي که چیرې  د ولسي جرګې لخوا  د ټرامپ  د روغتیايي خدماتو او بیمې د قانون مسوده  تصویب نشي  ټرامپ  اداره به نورو خواوو ته  لاس واچوي.

همداشان  د امریکا په کانګرس کې  د نیویارک استازي  جمهوریت غوښتونکي ګوند وکیل چریس  کولینز  ویلي دي چې  کیدای شي د ټرامپ د روغتیايي خدماتو د قانون په مسودې  نن  جمعه د مارچ ۲۴ مه  د غرمې نه وروسته  رای اچونه وشي.

د نوموړې  قانون د تصویب په خاطر  باید  لږ تر لږه  ۲۱۶ موافقې رایې ترلاسه کړي.

جمهوریت غوښتونکو ګوند  په ولسي جرګه کې  ۲۳۷  او ډیموکراټ ګوند بیا  ۲۱۶ څوکۍ  لري.

داسې ګمان کیږي چې  لږ تر لږه  ۲۸ تنه  جمهوریت غوښتونکي ګوند وکیلان  ددې قانون سره  مخالفت وکړي.

ددې قانون سره  یواځې په کانګرس کې نه بلکې د امریکا  په میلیونونو تنه  مخالفت کوي. د امریکا په یو زیات شمیر ایالتونو کې  د  ټرامپ  د روغتیايی خدماتو د نوي سیستم پر خلاف مظاهرې پیل شوي دي.

د بله پلوه  پخپله  د جمهوریت غوښتونکو د ګوند  مخالف وکیلان وايي  چې د دې سیستم  سره  به  د ۲۰۲۶ کاله وروسته  ۲۴ میلیونه تنه امریکایان  روغتیايي  بیمې  د لاسه ورکړي.



اړوند خبرونه