د مسلمانو كډوالو په اړه د ټرمپ نوى فرمان
د مسلمانو كډوالو په اړه د ټرمپ نوى فرمان
685858
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ځينو مسلمانو هېوادونو د كډوالو په اړه نوى فرمان صادر كړ.
ددې فرمان له مخې عراق د هغو هېوادونو له لسته وويستل شو چې هېوادوال يې امريكا ته نشي راتللى.
پخوا هم ټرمپ د ۷ مسلمانو هېوادونو پر هېوادوالو باندې د وېزې بنديز لګولى وو خو دا فرمان د محكمې لخوا رد شوى وو.
د سپينې ماڼې د سرچينو له مخې نوى فرمان به د ۹۰ ورځو لپاره عملي شي خو پدې فرمان كې هغه كسان شامل نه دي چې په امريكا كې ګرين كارټ لري. پدې فرمان كې بيا د عراق هېوادوال هم شامل نه دي.