په امریکا کې د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د ولایت د مقام لپاره ځان نوماند کړ
په امریکا متحده ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره یو تن مسلمان د ولایت د مقام لپاره خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه.
په امریکا متحده ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره یو تن مسلمان د ولایت د مقام لپاره خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه.
۳۲ کلن مصر الاصله امریکايي مسلمان عبدالرحمان محمد السعید د امریکا د میشګان ایالت د ولایت د مقام لپاره خپله نوماندي اعلان کړه.
عبدالرحمان محمد السعید چې ډاکټر او مدني فعال دی د میشګان ایالت د روغتیا او د روغتیایي پروګرامونو نه د ملاتړ د ریاست مشري په غاړه لري.
هغه په ۱۹۸۵ کال کې د ګراتیوت کونټي په سیمه کې په یوې مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلی دی.
نوموړي د امریکا متحده ایالتونو د شمالي ایالتونو نه د میشګان ایالت د والي په توګه خپله نوماندي اعلان کړه.
هغه د نوماندۍ د اعلانولو نه وروسته خبریالانو ته وویل « که مسلمان یم یا نه یم دا مهمه نده، خو پدې پوره باور لرم چې د میشګان د ایالت لپاره به تر ټولو ښه والي شم. د همدې عقیدې او باور له امله مې خپله نوماندي اعلان کړه. ځکه پدې پوهیږم چې د میشګان ایالت خلک هم په همدې باور دي. »
هغه وویل د دولت د یو مامور لپاره که مسلمان وي او یا د بل کوم دین لاروي زما په اند تر ټولو مهمه مسله خلکو ته ښه خدمت کول دي. که چیرې د یو مسلمان مامور لپاره اسلامي ارزښتونه د هغه د کار په مرکز کې هم قرار ولري خو لومړنۍ دنده يي د خلکو لپاره ښه خدمت کول دي.
د یادولو وړ ده چې نوموړی په امریکا کې د ولایت د مقام لپاره نوماند تر ټولو ځوان دویم کس دی. د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا تر ټولو د ځوان والي په توګه وټاکل شو.
د السعید د ټاکل کیدو په صورت کې به هغه د امریکا د لومړني مسلمان او دویم تر ټولو ځوان والي عنوان به ترلاسه کړي .
د یادولو وړ ده چې عبدالرحمان محمد السعید په ۲۰۰۷ کال کې میشګان پوهنتون د طب فاکولتې نه په عالي درجه فارغ شو. وروسته د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې په ماسترۍ پيل وکړ. په ۲۰۰۹ کال کې ماستري سرته ورسوله او د اکسفورد په پوهنتون کې د خلکو د روغتیا په برخه کې دوکټورا وکړه.
هغه د میشګان ایالت اړوند د دیترویت ښار د دیربورن په سیمه کې چیرته چې ډیری عرب امریکایان اوسیږي ژوند کوي.