د سپینې ماڼۍ سر سلاکار هم د روسیې سره په اړیکو لرو تورن شو
د امریکا خبري رسنیو ویلي دي چې د سپینې ماڼۍ سر سلاکار کوشنر هم د روسیې د سفیر سره څو ځله په پټه لیدنې کړي دي
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ زوم او د سپینې ماڼۍ سر سلاکار جرد کوشنر هم د روسیې سره په پټو اړیکو درلودو تورن شو.
د ویلو ده چې د امریکا د عدلیې وزیر د روسیې سره د ټرامپ د اړیکو په اړه د روانو تحقیقاتو نه بهر شو.
د امریکا خبري رسنیو د ټرامپ زوم او د سپینې ماڼۍ سر سلاکار جرد کوشنر د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د پخواني سلاکار فلین سره په ګډه په نیویارک کې د روسیې سره سفیر سره په پته د لیدنې ادعا کړې ده .
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ خبریالانو نه حوپ هیکس ویلي دي چې کوشنر او فلین د تیر کال د دسمبر په میاشت کې په نیویارک کې په ټرامپ ټاورز کې د روسیې د سفیر سره شل دقیقه یي لیدنه وکړه.
د سپینې ماڼۍ ویاند بیا ویلي دي چې جارد کوشنر د نړۍ د یو زیات شمیر نورو هیوادونو د ډیپلوماټانو په څیر د روسي ډیپلوماټانو سره هم نورماله لیدنه کړې ده . دا چې د امریکا په ټولټاکنو کې د روسیې د مداخلې ادعا شوې ده د همدې امله دا مسله ټولو جدي نیولې ده .
د بله پلوه د امریکا د یو اس ای ټوډې ورځپاڼې بیا ویلي دی چې ټرامپ سر سلاکار د تیر کال د جولای په میاشت کې هم د ورسیې د سفیر سره لیدنه کړې ده .
ورځپاڼې ویلي دي چې پدې لیدنه کې د ټرامپ د عدلیې وزیر جیف سشنز هم ګډون درلود.
د یادولو وړ ده چې د امریکا استخباراتو روسیه په ولسمشریزو ټاکنو کې په مداخلې تورنوي. د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما ویلي وو چې روسیې ته به خامخا ددې مداخلې سخت ځواب ورکړي. اوباما د خپل کار په وروستیو شپو ورځو کې د امریکا نه د ۳۵ تنو روسي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
په ولسمشر ټرامپ باندې د روسیې سره د پټو اړیکو د درلودو په اړه تحقیقات پيل شوي دي. د امریکا د عدلیې وزیر یبا ددې تحقیقاتو نه ځان وویست. د امریکا ولسمشر ټرامپ بیا د عدلیې د وزیر ددې پریکړې نه ملاتړ وکړ او وویل چې په هغه پوره باور لري.