د انګلستان د سالفورد په ښار کې ۱۴۷ کلنه کلیسا د اور په لمبو کې وسوځیده.
په انګلستان کې تاریخي کلیسا وسوځیده
د انګلستان د سالفورد په ښار کې ۱۴۷ کلنه کلیسا د اور په لمبو کې وسوځیده.
تیره شپه د ۱۱ بجو او لسو دقیقو په شاوخوا کې د سالفورد ښار په تاریخي کلیسا کې په ناڅاپي ډول سره اورلګیدنه رامنځته شوه.
د اورلګیدنې د رامنځته کیدو نه وروسته د سیمې خلکو سمدلاسه د اور وژونکو ډلو ته خبر ورکړ. د اور لمبو په ډیر کم وخت کې ټوله کلیسا راګیر کړه. د کلیسا چت او شاوخوا د اور په لمبو کې وسوځیده.
د اورلګیدنې لامل ناڅرګند دی . د پیښې یو تن عیني شاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د شپې تشناب ته روان وو چې د اور لمبې او لوګي يي ولیدل. هغه ویلي کله چې بهر ته ولاړم د کلیسا نه سرې لمبې پورته کیدې. خلک راټول شوي وو.
اور وژونکې ډلې راورسیدې او خلک يي د سیمې نه لرې کړل. اور وژونکو ډلو د کلیسا د عبادت خانې د ژغورولو هڅه کوله.
په پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
اورلګیدنه د ډیر زیاتو هلو ځلو نه وروسته څو ساعته وروسته د سهار په ساعتونو کې تر کنټرول لاندې ونیول شوه.
اورلګیدنې کلیسا په کامله توګه سوځولې ده .
د پیښې نه وروسته پولیس هم سیمې ته راغلل او په څیړونو يي پیل وکړ. پولیسو ویلي دي چې تر اوسه پورې د پیښې لامل معلوم ندی خو تحقیقات دوام لري.