د روسیې ولسمشر په ټوله سوریه کې د اوربند د ټینګولو نه یادونه وکړه
د روسیې ولسمشر وویل چې د حلب اوربند ټولې سوریې ته د غځولو په خاطر د ولسمشر اردوغان سره د تماس په حال کې دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې په ټوله سوریه کې د اوربند د ټینګولو په خاطر د ولسمشر اردوغان سره د تماس په حال کی دی.
هغه وویل چې د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سوریې د سولې په اړه د مذاکراتو له سره د پیلولو په مسلې د ولسمشر اردوغان سره په تفاهم رسیدلی دی.
د روسیې ولسمشر پوتین دا څرګندونې په جاپان کې وکړې. هغه د حلب د اوربند په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل چې « د اوربند ټولې سوریې ته د خورولو په خاطر د ښاغلي اردوغان سره په تفاهم رسیدلی دی. »
هغه زیاته کړه چې د قزاقستان په غونډه کې به ولسمشر اردوغان ته د سوریې د سولې د مذاکراتو د دوام وړاندیز وکړي. دا مذاکرات به د جینیوا د مذاکراتو دوام وي.
ولادیمیر پوتین وویل چې د حلب نه وروسته په ټوله سوریه کې د اوربند د ټینګولو په خاطر به هڅه وکړي. دا اوربند به ټولې سوریې ته وغځوي.