د امريكا په زړه كې د پوتين د زېږېدلو د كلېزې لمانځنه
د سياست او ډيپلوماسۍ په ډګر كې ځينې وختونه ډېر عادي كارونه هم ډېره لويه معنى لري چې حتى د هېوادونو پر اړيكو باندې هم اغېزه كوي.
د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك په ښار كې د منهاتن پر تاريخي پله باندې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين يو لوى پوستر د نامعلومو كسانو لخوا لخوا را ځړول شوى دى.
پدې پوستر باندې چې په بكراونډ كې يې د روسيې او سوريې بيرغونه هم ليدل كيږي د `` د سولې استازى`` ليكل شوى دى.
ويل كيږي چې نن د پوتين د زېږېدو ۶۴مه كليزه ده. په همدې مناسبت په نيورياك كې د منهاتن پر پله باندې د ۵۴متره مربع په لويوالي سره يو پوستر را ځړول شوى دى.
دا پوستر چې د يو ساعت لپاره د پله پر سر پاتې شوى وروسته د پوليسو لخوا لرې شو. د عيني شاهدانو په وينا پوستر د دوو تنو ښځو لخوا را ځړول شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې د روسيې- امريكا ترمېنځ اړيكې په سوريه كې د روان كړكېچ له امله ترينګلې شوي دي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول