د روژه ماتي پر مهال ځانمرګیو بریدونو په لسګونو تنه ووژل.
د یمن د المکلا په ښار کې د روژه ماتي پر مهال په امنیتي ځواکونو ۴ ځانمرګي بریدونه وشول
د روژه ماتي پر مهال ځانمرګیو بریدونو په لسګونو تنه ووژل.
د یمن د المکلا په ښار کې د روژه ماتي پر مهال څلور پر له پسې ځانمرګي بریدونه وشول. د نوموړو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۴ تنه نور ټپیان شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پرون ماښام د یمن په ختیځ کې د خضرموت ولایت په مرکز المکلا کې د امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو ۴ پر پسې ځانمرګي بریدونه وشول.
په نوموړو بریدونو کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۴ تنه نور ټپیان شول.
لومړني بریدونه د المکلا ښار د فوا په سیمه کې د عسکري استخباراتو په ودانۍ وشول. همداشان په عینې وخت کې د شهید خالد په سیمه کې د سیني د پل د پاسه په د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ په مرکز غبرګ بریدونه وشول.
بریدونه د ځانمرګیو واسکټونو او موټرو پر مټ شوي دي. بریدونه د روژه ماتي پر مهال شوي دي.
د سیمې امنیتي چارواکیو ویلي دي د روژه ماټي پر مهال د بریدونو د رامنځته کیدو له امله د ځاني زیانونو کچه لوړه ده.
د بریدونو مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .