د عمر متين په اړه حيرانوونكې ادعا!

د عمري متين پخوانۍ مېرمن هغې پوښتنې ته چې ولې يې د هجنسبازانو پر كلب بريد وكړ، قانع كوونكى ځواب وركړ.

511281
د عمر متين په اړه حيرانوونكې ادعا!

 

د عمري متين پخوانۍ مېرمن هغې پوښتنې ته چې ولې يې د هجنسبازانو پر كلب بريد وكړ، قانع كوونكى ځواب وركړ.

د امريكا په تاريخ كې د تر ټولو خونړي وسله وال بريد فاعل عمر متين چې د ۴۹ تنو ژوند يې واخيست اوس هم د نړۍ د اجندا په سر كې ځاى لري.

د نوموړي پخوانۍ مېرمن ستاره يوسفي د انګلستان د ډيلي مېل د ورځپاڼې سره په مركه كې وويل چې `` عمر متين هم د هلكانو خوا ته تمايل درلود او كيداى شي چې همجنسګرا وي.``

ستاره يوسفي دا هم وويل چې د امريكا د استخباراتو د فدرالې ادارې لخوا ورته ويل شوي ول، چې پدې اړه رسنيو ته څه ونه وايي.

ډيلي مېل ليكلي دي چې كه څه هم لومړى فكر كېده چې د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې د بريد فاعل كيداى شي چې د د تندلارې ايډيولوژۍ په پايله كې دا بريد ترسره كړى وي خو د نوموړي پخوانۍ مېرمن او د د متين يو ملګرى په دې اند دي چې هغه د ۲۰۱۳م كال راهيسې لږ تر لږه ۱۰ ځلې د همجنسبازانو هغه نايټ كلب ته تللى دى چې وروسته يې په كې عاموژنه وكړه.

دا هم جوته شوې ده چې متين د ځل لپاره د همجنسباز ملګري د موندلو په موخه څو ځله د `` دوستۍ د آنلاين`` له لارې د هلكانو سره اړه اړيكې ټينګې كړې دي.

د ستارې په وينا حتى د نوموړي پلار هم وخت ناوخت هغه ته د همجنسګرا خطاب كړى دى. ستاره وايي چې پخوا يې هغه ته ويلي ول چې د همجنسبازانو نايټ كلبونو ته د تګ نه خوند اخلي. ستاره داسې فكر كوي چې كيداى شي د متين په ژوند كې داسې اړخ هم وي چې د ويلو نه يې نورو ته ډډه كوله.

ستارې په ۲۰۱۱ م كال كې وروسته له هغه له متينه طلاق واخيست چې د كورني تاوتريخوالي له امله تنګه شوې وه.

د عمر متين د همجنسبازۍ ادعا د نوموړي يو پخوانى صنفى هم كوي او واي چې د هغه چلند غير عادي وو.



اړوند خبرونه