د جې ۷ سرمشریزه پیل شوه
د نړۍ د ۷ پرمختللو هیوادونو ( جي۷ ) سرمشریزه د جاپان په کوربه توب پیل شوه.
د جي ۷ د هیوادونو سرمشریزه د جاپان د کاشیکوژیما په ټاپو کې ترسره کیږي.
پدې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا ، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل، انګلستان لومړي وزیر دیوید کامرون، ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رنزي او د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو ګډون کړی دی.
ددې سربیره په سرمشریزه کې د اروپا د شورا ریس دونالد توسک او د اروپا د کمیسیون ریس جین کلود جونکر هم ګډون کړی دی .
د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې به چې دوه ورځې دوام کوي په دوامداره توګه د نړۍوال اقتصاد د ودې ، ترهګرۍ پر وړانډې مبارزې او کډوالو په نړۍوال بحران خبرې وشي.
تمه کیږي چې د جې ۷ سرمشریزې کوربه هیواد جاپان د چین سره د همکارۍ په خاطر د ګډون کوونکو هیوادونو د مشرانو سره خبرې وکړي.
ددې سرمشریزې په اجندا کې د شمالي کوریا اټومي پروګرام، د چین په ختیځ او سویلي سمندر کې د چین د خپلواکۍ ادعا، منځني ختیځ روانې ستونزې، د ګډوالو بحران، ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه او په اوکراین کې د روسیې په فعالیتونو خبرې کیږي.
د یادولو وړ ده چې د جې ۷ سازمان په ۱۹۷۰ کال کې د نړۍوال اقتصادي بحران نه وروسته جوړ شو. همداشان په ۱۹۹۸ کال کې روسیې پدې سازمان کې د ګډون دا سازمان د جي اته نوم واخیست.
همداشان په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د کریمیا د الحاقولو نه وروسته په جي اته سازمان کې د روسیې غړیتوب وځنډول شو او سازمان بیرته د جي ۷ نوم واخیست.