په امریکا کې د ایران د کنګل شوو پیسو نه څه باندې ۲ میلیارده د امریکايي سرتیرو کورنیو ته ورکول کیږي
د امریکا سترې محکمې په امریکا کې د ایران د کنګل شوو پیسو نه څه باندې ۲ میلیارده ډالره د بیروت په بمي بریدونو کې وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو ته د ورکولو حکم وکړ
د امریکا متحده ایالتونو سترې محکمې د ایران د کنګل شوو پیسو نه ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره په ۱۹۸۳ کلونو کې په بیروت کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو ته د ورکولو پریکړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو فدرال محکمې په ۲۰۰۷ کال کې ایران په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې په بمي بریدونو کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو ته د غرامت په ورکولو محکوم کړ.
د غرامت په ورکولو په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی وو. د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو کانګرس په ۲۰۱۲ کال کې د یو قانون په راویستلو سره په امریکايي بانکونو کې د ایران د مرکزي بانک د کنګل شوو پیسو نه ورکولو ته لار اواره کړه. د ایران حکومت د امریکا ددې پریکړې سره سخت مخالفت کړی وو.
ایران د مخالفت نه وروسته پدې اړه دعوا سترې محکمې ته انتقال شوه. د امریکا سترې محکمې پریکړه وکړه چې کانګرس د خپلو صلاحیتونو نه سرغړونه نده کړې او د کانګرس پریکړه پر ځای پریکړه ده . د سترې محکمې پریکړه وکړه چې په امریکا کې د ایران د مرکزي بانک د کنګل شوو پیسو نه باید ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره د بیروت په بمي پیښو کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو ته ورکړل شي.
امریکا ایران د بیروت په پیښو کې په لاس لرولو تورن کړی وو.