په جرمني کې د مسیحیانو سوسیالست ګوند په جوماتونو د بهرنیو مرستو د قطع کولو غوښتنه وکړه

په جرمني کې د مسیحیانو سوسیالست ګوند په جوماتونو کې په الماني ژبه د وعظ د ورکولو غوښتنه وکړه.

470474
په جرمني کې د مسیحیانو سوسیالست ګوند په جوماتونو د بهرنیو مرستو د قطع کولو غوښتنه وکړه

په جرمني کې د مسیحیانو سوسیالست ګوند مشر اندراس شویر ویلي دي چې جرمني د اروپا د ارزښتو سره سم یو اسلامي قانون ته اړتیا لري.

هغه ویلي دي چې په جرمني کې په جوماتونو کې باید په الماني ژبه وعظ وشي. هغه ویلي دي چې په ټوله اروپا کې باید اروپا د ارزښتونو سره سم اسلامي مفکوره حاکمه وي.

د جرمني د ایتلافي حکومت د شریکانو نه د مسیحیانو سوسیالست ګوند مشر په هیواد کې د اروپايي ارزښتونو سره سم د اسلامي قانون غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دا یوه جدي اړتیا ده. هغه پدې قانون کې د جوماتونو په اړه د جدي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي دي چې په جرمني کې د جوماتونو امامان باید په الماني ژبه زده کړې وکړي او د جوماتونه ژبه باید الماني ژبه وي. په جوماتونو کې باید په الماني ژبه وعظ ترسره شي.

هغه ویلي دي چې په جرمني کې د جوماتونو او هغه ابتدایه ښوونځیو چې د بهر څخه ترینه مالي ملاتړ کیږي دا ملاتړ باید پرې کړې شي.

هغه په جرمني کې د اروپايي ارزښتونو سره سم د یو اسلامي نظریې د حاکمیدو غوښتنه وکړه.

هغه ویلي دي چې ددې سیستم په چوکاټ کې کولی شي چې لا ښه د افراطیت او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي.

هغه ویلي دي چې د جوماتونو امامان باید د جرمني د تعلیمي سیستم په اساس وروزل شي. هغه امامان چې د جرمني د تعلیمي سیستم له مخې وروزل شي هغوې د افراطیت پر وړاندې مبارزه هم کولی شي.

هغه د جرمني د ډی ولټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د سیاسي اسلام سره باید ددوی چلند لا تند شي. یواځې د داسې یو چلند سره کولی شو چې د بهرنیانو او جرمنیانو ترمنځه تطابقت رامنځته کړو. هغه وویل چې مونږ نشو کولی چې په جوماتونو کې په تبلیغاتو سترګې پټې کړو.

هغه ویلي دي چې په جرمني کې د جوماتونو سره د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان مرستې باید قطع کړې شي.

هغه وویل چې دا په اصل کې جرمني ته د افراطي افکارو او ارزښتونو صادرول دي چې هر څه ژر باید ددې مخه ونیول شي. هغه وايي په جرمني او اروپا کې باید په اسلامي تبلیغاتو کې روشنفکري په نظر کې ونیول شي.

هغه ویلي دي چې یوه ازاده او لیبرال اروپا باید د ځان لپاره پخپله اسلام تنظیم کړي.

پيوندونه: #جرمني , #اسلام , #مرستې

اړوند خبرونه