ملگرو ملتونو لخوا د لومړي ځل لپاره په اسراييلو سختې نيوکې

د ملگرو ملتونو سر مشي بانکي مون د لومړي ځل لپاره د اسراييلو د حکومت په سياستونو ښکاره نيوکه وکړه

411910
ملگرو ملتونو لخوا د لومړي ځل لپاره په اسراييلو سختې نيوکې

د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون د اسراييلو پر وړاندې د فلسطيني ځوانانو سخت غبرگون او د خونړيو بريدونو لامل د اسراييلو يرغلگر سياستونونه ښوددلي دي.

هغه ويلي دي چې د فلسطيني ځوانانو دا قهر او غصه د تيرو ۵۰ کلونو راهيسې روان د هغوې په خاوره د اسراييلو د اشغال نه سرچينه اخلي.

د بله پلوه په ملگرو ملتونو کې د اسراييلو دايمي استازي د بانکي مون  پدې څرگندونو سخته نيوکه کړې ده . د ويلو ده چې بانکي مون دا څرگندونې د اندونيزيا په پلازمينه جاگارتا کې د فلسطين د خلکو د حقوقو او د بيت المقدس د حالاتو  په اړه  جوړ شوي کنفرانس ته په استولي خپل پيغام کې کړي دي. 

هغه پخپل پيغام کې ددې خبرې په ټينگار ويلي دي چې دا نني حالات په اصل کې د څو لسيزو راهيسې د فلسطين د خلکو لخوا د روانې مبارزې د ټپونو پايلې دي . هغه ويلي دي دا حالات په سيمه کې د ډار، بې اعتمادئ او د تحقير پايله ده. هغه ويلي فلسطيني ځوانان نن ورځ پداسې يو تونل کې قرار لري چې په پای کې ړنا نه ويني. هغوي بله لار او چاره نه ويني. 

بانکي مون په بيت المقدس کې په روانو حالاتو هم نيوکه کړې ده. مون ويلي دي چې په بيت المقدس روان حالات د منلو وړ ندي او په ټوله نړئ کې ولولې پيل کړي دي. هغه د دواړو خواوو په مشرانو غږ کړی چې د خپلو خلکو د پارونې نه دې لاس په سر شي. مون په سيمه کې د اسراييلي ځوامونو په ناسم چلند نيوکه کړې.. 

د يادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د ملگرو ملتونو سر منشي په مخامخ توگه د اسراييلو د حکومت په سياستونو نيوکه کوي. 

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه