د نړۍ تر ټولو نامتو سوري كډوال

په اروپا كې د كډوالو كړكېچ ته د خلكو د پاملرنې د جلبولو په موخه د نړۍ نامتو يو تن نام رسام بېنسكي په فرانسه كې د كالايس په نامه د كډوالو د كېمپ په دېوال باندې د اېپل د كمپنۍ د موسس سټېف جابس انځور رسم كړ.

409008
د نړۍ تر ټولو نامتو سوري كډوال

په اروپا كې د كډوالو كړكېچ ته د خلكو د پاملرنې د جلبولو په موخه د نړۍ نامتو يو تن نام رسام بېنسكي په فرانسه كې د كالايس په نامه د كډوالو د كېمپ په دېوال باندې د اېپل د كمپنۍ د موسس سټېف جابس انځور رسم كړ.
د كېمپ په دېوال باندې د سوري كډوال د زوى سټيف جابس انځور رسم شوى دى چې پر شا يې يوه ګنډه او په ښي لاس كې يې د اېپل د كمپنۍ لومړنى توليد شوى ليدل كيږي.


د نړۍ نامتو انګليسي رسام چې خپل اصلي هويت يې پټ ساتلى او د بېنسكي په لقب شهرت لري وايي چې ددې رسم سره يې د اروپا لپاره د كډوالو ګټو ته د خلكو پاملرنه جلب كړې ده. نوموړي وويل چې ``ډېرى اروپايان فكر كوي چې كډوال د دوى مالي سرچينې خوري. حال دا چې سټيف جابس هم د يو سوري كډوال زوى وو.``
د اېپل د كمپنۍ موسس سټيف جابس څوك وو؟
سټيف جابس په اصل كې د عبدالفتاح جندلي په نامه د يو تن سوري كډوال زوى وو. د نوموړي مور بيا د امريكا هېوادواله جوانا كارول نومېدله چې عبدالفتاح جندالي د جابس د زېږېدو نه وروسته د نوموړې د مور جوانا كارول سره د واده كولو نه ډډه وكړه او پايله كې ماشوم سټيف جابس يوې بلكې كورنۍ ته په `فرزندي` وركړل شو.


سټيف جابس هېڅكله ونه غوښتل چې د خپل اصلي پلار جندلي سره وګوري. عبدالفتاح جندلي په ۲۰۱۱م كال كې په يوې مركه كې وويل چې`` تر ټولو لوى امېد مې د خپل زوى سره يو ځل ليدنه او يوه پياله قهوه څښل دي خو له دې وېرېږم چې هغه به فكر كوي چې زه يې د پېسو پسې يم. ددې امله ورته زنګ نشم وهلى.``
د سيټف جابس غير حقيقي پلار پاول او مور كلارا د نوموړي تر شل كلنۍ پورې ورته حقيقت نه وو ويلى.
جابس چې د ټيكنالوژۍ په برخه كې د يو لوى انقلاب مخكښ بلل كيږي دوه كاله وړاندې ومړ.
رسام بېنسكي وويل چې `` د اېپل شركت ځكه شته دى چې امريكا د حمص يو كډوال ته اجازه وركړې وه.``
د فرانسې كلايس په كېمپ كې ۷ زره كډوال اوسيږي چې زياتره يې د سوريې، افغانستان او ايريترې هېوادوال دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه