د پاريس ځانمرګې ښځې هويت تثبيت شو

په پاريس كې تېر سهار د عملياتو په ترڅ كې د ځانمرګې بريد كوونكې ښځې هويت د پوليسو لخوا تثيب شو.

419227
د پاريس ځانمرګې ښځې هويت تثبيت شو

تېر سهار د فرانسې په پلازمېنې پاريس كې د سن ډېنيس په سيمه كې د پوليسو لخوا پر يو اپارتمان باندې د عملياتو په ترڅ كې دوه تنه ترهګر ووژل او يوې ښځې په كور كې دننه ځانمرګى بريد وكړ. په عملياتو كې ۹ تنه نيول شوي هم ول.
دا عمليات چې د پاريس د بريدونو د شكمن طراح عبدالحميد اباعود د نيولو په موخه ترسره شوي ول، پوليس د نوموړي په نيولو بريالى نشو.
د فرانسوي خبري رسنيو د معلوماتو په اساس په اپارتمان كې ځانمرګې بريد كوونكې ښځه بيا د اباعود نږدې خپلوانه حسن ايت بوالاحسن وه چې ۲۶ كاله عمر يې درلود. د معلوماتو په اساس ځانمرګې بريد كوونكې لومړى د پوليسو سره مقاومت وكړ چې بيا وروسته يې ځان والوزلو. د چاودنې نه وروسته فرانسوي پوليسو اپارتمان ته د ننوتلو نه ډډه وكړه او نښتې ۷ ساعته دوام وكړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه