د پاريس د بريدونو طراح ووژل شو.

په پاريس كې د جمعې د ورځې د خونړيو ترهګري بريدونو اصلي طراح عبدالحميد اباعود وژل شوى دى.

419251
د پاريس د بريدونو طراح ووژل شو.

د فرانسې د څارنوالۍ د معلوماتو په اساس اباعود پرون سهار په پاريس كې د سن ډېنيس په سيمه كې د پوليسو د عملياتو پر مهال وژل شوى دى. د نوموړي جسد د ډي اېن اې د معاينې وروسته تثيبت شوى دى.
پرون سهار د فرانسې پوليسو د پاريس په شمالي سيمه كې پر يو اپارتمان باندې بريد وكړ چې د ۷ ساعته نښتې په پايله كې ۳ تنه ترهګر ووژل شول او ۹ تنه تنه نور ټپيان شول.

د وژل شوو كسانو ترمېنځ عبدالحميد اباعود هم شامل دى چې نن ددې هېواد عدلي چارواكو يې پخلى وكړ.
په پرونيو نښتو كې يوې ښځې اروپكې ځانمرګى بريد هم وكړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه