د كاناډا مسلمانانو ته ګواښ

د كاناډا د تورنتو په ښار كې پر يو جامع مسجد باندې د بريد يوه ورځ وروسته دا ځل د ټولنيزې مېډيا له لارې د مسلمانانو د وژنې ګواښ وشو.

418729
د كاناډا مسلمانانو ته ګواښ

د كاناډا د ځايي رسنيو د معلوماتو په اساس يو تن نامعلوم كس په يوټيوب كې د يوې ويډيو په خپرولو سره د كيوبك په ښار كې د مېشتو مسلمانانو او عربانو د وژلو ګواښ وكړ.
نا معلوم كس په داسې حال كې چې مخ يې پټ دى ګواښ كوي چې كه چېرې حكومت د مسلمانانو مخه ونه نيسي نو هره اونۍ به يو مسلمان ووژني.
كه څه هم د يوټيوب شركت دا ويډو پاكه كړې ده خو ګواښوونكي كس څرګنده كړه چې يواځې نه دى او په دې كار كې وروسته د مرستې په موخه نور رضاكاران هم شته دى.
د مونتريال د ښار امنيتي چارواكو د ويډيو د محتوا په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده چې د شنبې په ورځ په كاناډا كې پر يو مسجد باندې د بريد په پايله كې د مسجد يوې برخې ته اور اچول شوى وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه