په کاناډا کې د ښځو پر حجاب لګیدلی بندیز لرې شو

په کاناډا کې د ښځو په حجاب د بندیز لګولو په خاطر محکمې ته وړاندې شوې اقامه د دعوا چې د اوږدې مودې لپاره يي په هیواد کې جنجالونو او بحثونو ته لار اواره کړې وه رسمآ وتړل شوه.

418108
په کاناډا کې د ښځو پر حجاب لګیدلی بندیز لرې شو


د کاناډا پخواني لومړي وزیر ستیفن هارپر په مشرئ حکومت په هیواد کې د ښځو په حجاب د بندیز لګولو په خاطر د اساسي قانون محکمې ته وړاندیز کړی وو. حکومت په محکمه کې په حجاب د بندیز لګولو په خاطر اقامه د دعوا کړې وه. د کاناډا نوي حکومت بیا ددې اقامه د دعوا د تړولو غوښتنه وکړه. په کاناډا کې د جاستین ترودو په مشرئ د نوي حکومت د تابعیت او کډوالو د چارو وزیر جان مک کالم او د عدلیې وزیر جودي ویلسون په حجاب د بندیز لګولو د دعوا دوسیه رسمآ وتړله.
پدې ډول په نوموړي هیواد کې په حجاب بندیز هم له منځه ولاړ.
د کاناډا د تابعیت او کډوالو د چارو او د عدلیې وزیرانو د نوموړې دوسیې د تړولو نه وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل چې په کاناډا کې یو زیات شمیر کولتورونه د یو چت لاندې اوسیدل دا زموږ تر ټولو ستر طاقت دی. نوموړو وویل هر هغه څوک چې د کاناډا د تابعیت په خاطر ټاکل شوي شرطونه په بریالیتوب سره پر ځای کړي زموږ دروازه د هغوې پر مخ پرانیستې ده. نوموړو وویل چې د کاناډا د لویې کورنئ وسعت چارې به دوام ومومي.
نوموړو زیاته کړه چې د کاناډا د ځانګړتیاوو نه یوه د مختلفو کولتورونو یو ځای او په ګډه اوسیدل دي. دلته باید موږ هر قوم، کولتور، دین او مذهب ته درناوی ولرو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه