د پله پر سر د جاسوسانو بدلون

روسيې د استونيا د هېواد د يو جاسوس په مقابل كې د خپلې استخباراتي ادارې يو جاسوس بېرته ترلاسه كړ.

354603
د پله پر سر د جاسوسانو بدلون

د پله پر سر د جاسوسانو بدلون
روسيې د استونيا د هېواد د يو جاسوس په مقابل كې د خپلې استخباراتي ادارې يو جاسوس بېرته ترلاسه كړ.
د روسيې استخباراتو چې پخوا د استونيا د هېواد يو جاسوس نيولى وو د استون كووېر په نامه د خپلې استخباراتي ادارې د يو جاسوس سره بدل كړ.
د جاسوسانو د بدلولو دا مراسم د دواړو هېوادونو په سرحد كې د پيوزا د پل پر سر د ځانګړو مراسمو په ترڅ كې ترسره شول.
د روسيې د فدرالي امنيت د سرويس د معلوماتو په اساس د روسيې سره پر پوله نيول شوى استونيايي جاسوس د سپتمبر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د استونيا د كورنيو چارو د وزارت د امنيت د ادارې د يو تن كار كوونكي دروسين سره يې بدل كړ. دروسېن كه څه هم د استونيا هېوادوال دى خو د دندې پرمهال يې روسيې ته جاسوسي كوله چې وروسته ونيول شو او په بند محكوم شو.
د روسيې د انټرفاكس د خبري آژانس د معلوماتو په اساس دروسين د تېرو ۲۰ كلونو په اوږدو كې د بالتيك د بحيرې په هېوادونو كې د انګلستان او امريكا د فعاليتونو په اړه روسيې ته معلومات وركول. ددې معلوماتو په رڼا كې روسيې يو زيات شمېر لوديځوال جاسوسان ونيول او د روسيې پر وړاندې د لاريونونو اصلي عاملين يې تشخيص كړل.


پيوندونه:

اړوند خبرونه