په امریکا کې جنسي تیري کوونکي ته تاریخي جزا ورکړل شوه
په امریکا کې یو تن چې د خپل شرکت په کارکوونکې په جنسي تیري ترسره کولو تورن وو د محکمې لخوا په ۱۸ میلیونو ډالرو غرامت ورکولو محکوم شو
په امریکا کې محکمې په یوې ۲۵ کلنې نجلۍ جنسي تیري کوونکی نوموړې ته په ۱۸ میلیونو ډالرو غرامت ورکولو محکوم کړ.
د سویډن د هیواد وګړې هانا بووینګ د امریکا د نیویارک په ښار کې د هغه شرکت د مشر په اړه چې پکې دنده درلوده په ده د جنسي تیري کولو له کبله په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه .
سویډني نجلۍ په خپله اقامه د دعوا کې ویلي وو چې د شرکت مشر بنیامین ویو د خپل نفوذ او ځواک نه په استفادې سره پر ده ۴ ځله جنسي تیری کړی دی.
سویډنۍ نجلۍ په اقامه د دعوا کې د شرکت د ریس نه د ۸۵۰ میلیونو ډالرو غرامت غوښتنه کړې وه .
سویډني نجلۍ محکمې ته ویلي وو چې ما د ژوند ملګری درلود خو ددې سره سره ۴ ځله راباندې جنسي تیری وشو.
نوموړي ویلي دي کله چې مې د ریس پر وړاندې مقامت وکړ او ومې ویل چې د ژوند ملګری لرم له دندې ګوښه کړم .
محکمې د څیړونو نه وروسته د شرکت د ریس پر خلاف پریکړه وکړه . محکمې سویډني نجلۍ معصومه او د شرکت ریس پړ وباله.
محکمې د شرکت ریس نوموړې نجلۍ ته د ۱۸ میلیونو ډالرو په غرامت ورکولو تورن کړ.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول