ایران د طالبانو سره مالي او د وسلو مرسته کوي

د امریکا د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د لویدیځو او افغان سرچینو له قوله ویلي دي چې ایران په افغانستان کې د طالبانو سره مالي او د وسلو مرسته کوي

302773
ایران د طالبانو سره مالي او د وسلو مرسته کوي

د امریکا د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو ، لویدیځو او افغان چارواکیو له قوله لیکلي دي چې ایران د افغان طالبانو سره مالي او د وسلو مرستې کوي. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې ایران ددې سربیره د طالبانو د روزنې په برخه کې هم کافي مرسته کوي.
په امریکا کې جمهوریت پلوي پدې اند دي چې د ایران سره د روانو اتومي مذاکراتو په چوکاټ کې په نوموړي هیواد د بندیزونو د لرې کولو په صورت کې به ایران په افغانستان کې د طالبانو، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي یاغیانو سره مرستې لا زیاتې کړي.
وال سټریت ژورنال تیره ورځ په خپره کړې یوې مقاله کې د یو تن لویدیځوال ډیپلوماټ له قوله لیکلي دي چې ایران په افغانستان کې د طالبانو د د قوي کولو او یو ځل بیا قدرت د طالبانو د رسولو هڅه کوي. په مقاله کې زیاته شوې ده چې ایران د خپلو موجودو سیاستونو او لارې نه چې پرې روان دی هم خوښ ندی. د همدې امله اوس هم ډیر په احتیاط سره ګامونه پورته کوي.
د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون ریس اد رویس ټینګار کوي که چیرې امریکا په ایران لګیدلي بندیزونه سپک او یا لرې کړي نوموړی هیواد به په افغانستان کې د طالبانو نه خپل ملاتړ څو برابره ډیر کړي.
نوموړي ویلي دي چې ایران اوس هم یا په ښکاره او یا په پټه په سیمه کې د ترهګریزو او تندلارو ډلو څخه ملاتړ کوي او که چیرې لګیدلي بندیزونه ترینه لرې کړای شي او د اقتصادي پلوه ساه واخلي د ملاتړ کچه به لا پسې لوړه کړي.
د ایران د مشرانو په جرګه کې د دفاعي چارو د کمیسیون ریس مک کین هم ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو نه د ایران ملاتړ په اصل کې په یمن، سوریه،عراق او لبنان کې د ترهګرو او تند لارو ډلو څخه د ددوی د ملاتړ ادامه او یوه برخه ده .
نوموړي ویلي دي چې د امریکا د دفاع د وزارت د راپورنو او ترلاسه کړو اسنادو او شواهدو له مخې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ۲۰۰۷ کال راهیسې د طالبانو سره مرسته کوي او هغوې ته وسلې ورکوي.
نوموړي ویلي دي چې د ایران او طالبانو ترمنځه اړیکې په ۲۰۱۳ کال کې د نوموړي هیواد لخوا په رسمي ډول سره د طالبانو هیت ته د بلنې ورکولو نه وروسته لا پسې قوي شوي دي.
د بله پلوه وال سټریټ ژورنال په خپره کړې مقاله کې د افغان چارواکیو له قوله هم لیکلي دي چې کره اسناد او شواهد په لاس کې لري چې ایران د افغانستان سره په پولو کې طالبان روزي . ویل کیږي ایران ددې سربیره په خپلو څلورو عسکري هډو کې په تهران، مشهد، زاهدان او کرمان کې طالبان روزي.
د بله پلوه تن افغان چارواکي بیا ویلي دي چې ایران ددینه د مخه د طالبانو سره یواځې مالي مرسته کوله خو د یو څه مودې نه راپدیخوا د طالبانو سره د روزنې او په وسلو د سمبالولو په برخه کې هم مرستې کوي.
د بله پلوه د روان کال د مې د میاشتې په ۱۹ نیټه د طالبانو یو هیت د ایران نه لیدنه وکړه . د ایران مطبوعاتو دې مسلې ته د پام وړ انعکاس ورکړ. خو د ایران حکومت بیا دا ادعا رد کړه او وویل چې ایران یواځې د افغانستان حکومت په رسميت پیژني.
طالبانو بیا د طیب اغا په مشرۍ ایران ته د سیاسي هیت د سفر پخلی وکړ. د طالبانو ویاند ویلي وو چې ددوی سیاسي هیت د ایران د چارواکیو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو، سیمې او په نوموړي هیواد کې د افغان کډوالو په مسلې خبرې کړي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه