د نړۍ په شمالي هیوادونو کې به روژه ۲۲ ساعته وي

سږ کال یو ځل بیا روژه د وړي په میاشتو کې د رابرابریدو له امله په شمالي هیوادونو کې به روژه ۲۲ ساعته وي

303123
د نړۍ په شمالي هیوادونو کې به روژه ۲۲ ساعته وي

سږ کال یو ځل بیا روژه د وړي په میاشتو کې برابره شوه . د همدې امله په شمالي هیوادونو لکه ناروې، سویډن او فنلند په څیر په هیوادونو کې چې لمر د ډیر وخته راخیږي او ډیر ناوخته ډوبیږي روژه به شاوخوا ۲۲ ساعته وي. پدې هیوادونو کې میشت مسلمانان به ۲۲ ساعته روژه ونیسي.
ویل کیږي د سویډن په شمال کې د کیرونا او د ناروې په شمال کې د ترومسي په ښارونو کې روژه ۲۱ ساعته او ۵۵ دقیقې وي. همداشان د سویډن په پلازمینه ستوکخلم او ناروې په پلازمینه اوسلو او هیلسنکي په ښارونو کې روژه څه باندې شل ساعته وي.
روغتیايي کارپوهان وايي په هغه هیوادونو او سیمو کې چې د پیشلمي او روژه ماتې ترمنځه یواځې ۳ یا ۴ ساعته فرق وي روژه نیوونکي باید تر ټولو زیات مایعات واخلي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې کار کوي باید ډیر زیات د مایعاتو نه استفاده وکړي.
د بله پلوه د ناروې او سویډن او فنلند په څیر په شمالي هیوادونو کې میشت ډیری مسلمانان روژه په نورو سیمو کې د تیرولو هڅه کوي. د همدې امله په یادو شوو سیمو کې میشت ترکان د روژې د تیرولو په خاطر جوپه جوپه ترکیې ته راروان دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه