د امریکا د کدر او پرسونل په ادارې دوه جلا جلا سایبر بریدونه شوي
د امریکا د مطبوعاتو د خبر له مخې د کدر او پرسونل په ادارې دوه جلا جلا بریدونه شوي دي
د امریکا د کدر او پرسونل په ادارې دوه جلا جلا سایبر بریدونه شوي دي. ګمان کیږي چې د نوموړو بریدونو په ترڅ کې د استخباراتو او اردو د متقاعدو او برحالو د شاوخوا ۱۴ میلیونو تنو شخصي او ډیر مهم معلومات غلا شوي وي.
د امریکا مطبوعاتو د چارواکیو له قوله لیکلي دي د کدر او پرسونل په ادارې د دوو جلا جلا سایبر بریدونو په ترڅ کې هکرانو د استخباراتو او اردو د ۹ نه تر ۱۴ میلیونو تنو کارکوونکو د ۸۶ په نامه فورمه چې پکې د روغتیايی حالت نه نیولې تر جرمي سابقې، کورنئ ، خپلو خپلوانو، مالي او خصوصي معلوماتو په ګډون یو زیات شمیر معلومات شتون لري غلا شوي وي.
امریکايي چارواکي ګمان کوي چې ددې سایبر برید تر شا د چین لاس وي. د امریکا مطبوعاتو ویلي دي چې ددې بریدونه د امریکا د استخباراتو ، فدرال څیړنیزې ادارې او اردو په میلیونونو تنه کارکوونکي زیانمند شوي دي. امریکايي چارواکیو تیره اونئ ویلي وو چې کیدای شي چې د ۴ میلیونو تنو کارکوونکو شخصي معلومات غلا شوي وي خو تیره ورځ بیا ادعا وشوه چې هکرانو د ۹ نه تر ۱۴ میلیونو تنو پورې د استخباراتو او اردو د کارکوونکو شخصي معلومات غلا کړي دي.
د امریکا حکومت د مسلې اړوند تر اوسه پورې په رسمي ډول څه ندي ویلي . سپینې ماڼئ دا خبر ندی تایید کړی . د سپینې ماڼئ ویاند جوش ایرنیست ویلي دي چې د مسلې اړوند څیړنې دوام لري.
خو د امریکا د کدر او پرسونل ادارې د تیرې جمعې د جون په ۵ نیټه ویلي وو چې د یادې شوې ادارې د معلوماتو په مرکز سایبر برید شوی دی او د استخباراتو او اردو د ۴ میلیونو تنو متقاعدو او برحالو کارکوونکو شخصي معلومات غلا شوي دي. د امریکا مطبوعاتو ادعا کړې وه چې ددې سایبر بریدونو تر شا چین او چینایی هکران لاس لري خو د امریکا حکومت په رسمي توګه څه ندي ویلي.